د سیمې یو مشر ملک کمالدین اپرېدي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د اپرېدیو د ټولو خېلونو او ټبرونو د مشرانو او استازو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۱مه هلته د پاکستاني پوځ ۲۷م برېګېډ له افسرانو سره ولیدل.
مشرانو وويل چې په سيمه کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ناامني زياته شوې او د امنيت لپاره ځايي خلکو نه يوازې په وار وار احتجاجونه او جرګې کړې بلکې اړوند چارواکي يې هم له خپلو ستونزو خبر کړي خو مسله لا حل شوې نه ده.
دغه چارواکی وايي د وسلوالو له حملې وروسته له مناتو پوځي کلا نه سرتېري د تورغونډۍ پوستې ته ورغلل چې د وسلوالو په ډزو ورته مرګژوبله واوښته.
د بازار د دوکاندارنو کمېټۍ مشرانو د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، کلونه، کلونه وکړېدل او اوس یو لوري ته په ضلع کې ناامني ده او بل خوا ته له افغانستان سره سوداګري بنده ده چې له وجې یې کاروبارونه لا زیات اغېزمن شوي، خو پر دې سربېره یې چارواکي غږ نه اوري او تاوانونه نه ورکوي.
پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې د ګوند د زنداني مشر د خوشې کولو لپاره د جلسې پر مهال د یو قرارداد په منظورولو د پاکستاني پوځ له ویانده غوښتنه کړې چې د عمران خان په اړه دې په خپلو څرګندونو معافي وغواړي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر - ای اېس پي ار - مشر جنرال احمد شریف چودري د
نور وښیئ