په کابل کې دیني عالمانو په خپل پینځه نکاتي یا ماده يي پرېکړه لیک کې ویلي چې که پر افغانستان بهرنی "تجاوز" او پر "حریم" یې "تېری" کېږي نو د هېواد د "نظام، خاورې او ارښتونو دفاع فرض عین" دی او دا ډول دفاع "مقدس جهاد بلل کېږي."
په نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب سازمان - بې پولې خبریالان - اعلان کړی دی چې پاکستان په ۲۰۲۵م کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.
په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې نن ماسپښین به د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې د اعدام علني حکم اجرا شي. خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له وسلو او کمرو د پیښې ځای ته ورشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) پر اېکس ليکلي ول چې په خوست، پکتیا او کونړ کې په وروستۍ بمبارۍ کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن (د نومبر پر ۲۵مه) پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي دي چې د پاکستان پوځ تېره شپه پر ځايي وخت ۱۲ بجې د خوست ولایت د ګوربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې د ولايت خان په نامه د يو ځايي استوګن کور بمبار کړ چې له امله يې نهه ماشومان او يوه ښځه ووژل شول.
عزیزي وویل، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.
د ملګرو ملتونو هغه ادارې وايي، په نیولیو او بندي شویو کې یې "۷۶ سلنه افغان تابعیت کارډ لرونکي او بې اسناده" وګړي او پاتې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي ول.
نور وښیئ