پاکستان او چین د ترهګرۍ مخنیوي لپاره ګډ پوځي تمرینونه کوي
پاکستان وايي، په پنجاب کې د هغه هېواد او چینايي پوځیانو ګډ ترهګرۍ ضد تمرینونه روان دي. د پاکستان پوځ د ډېسېمبر پر ۱۱مه په بیان کې ویلي، د نومبر له ۲۸مې څخه د ډېسېمبر تر ۱۴مې پورې د ګډو مشقونو مقصد د دواړو هېوادونو ترمینځ پوځي همکارۍ زیاتول دي. په دې لړ کې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د پنجاب د کاریا ښار په پبي کې په ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې د پوځي چارواکو یوه غونډه هم شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډيو جوړ رپورټ.