د هند او جنوبي افريقا د کرکټ ملي لوبډلو نن (ډېسېمبر ۱۴مه) د ۲۰ اووريزې لوبلړۍ درېيمه سيالۍ کوي.
د هماچل پردېش په دهرمشاله کې دا سيالۍ د پېښور پر وخت ماښام شپږنيمې او د کابل پر وخت ۶ بجې پیلېږي. دواړو ټيمونه تر دې دمه يوه، يوه لوبه ګټلې ده.
د سيریز په لومړۍ لوبه کې هند د ۱۷۵ منډو هدف ورکړی وو چې جنوبي افريقا ټول ټیم په ۷۴ منډو کولو وسوځېده. خو دويمه لوبه کې جنوبي افريقا هند ته په ۵۱ منډو ماتې ورکړې وه.