اقلیمي بدلون په ۲۰۲۵ز کال کې کوم زیانونه اړولي وو؟
په نړۍ کې د اب و هوا یا اقلیمي بدلون د نورو کالونو پرتله په ۲۰۲۵م کال کې لا ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول. د کال له پیل راهیسې په ګڼو هیوادونو کې توفاني بارانونو، غیر عادي واورو او سېلابونو په مجموعي توګه په زرګونه خلک وژلي، ټپي کړي او په لکونو یې بې کوره کړي وو. په پاکستان کې تر ټولو زیات زیان د خیبر پښتونخوا په بونیر کې شوی وو. رویټرز اژانس له جنورۍ تر نومبره د نړۍ لویو پېښو ته کتنه کړې ده. بوریوال کاکړ یې لنډیز وړاندې کوي.