اسټرالیا د سیډني په یوه مشهور ساحل کې ډېسېمبر پر ۱۴مه شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پولیسو له خولې لیکلي چې دوه مشکوک برید کوونکي، پلار او زوی ول.
پولیسو په یوه خبري کانفرانس کې د بریدګرو شناخت ونه ښود، خو زیاته یې کړه چې ۵۰ کلن مشکوک برید کوونکی (پلار) وژل شوی او ۲۴ کلن زوی یې په سخت ټپي حالت کې بستر دی.
چارواکو د بونډي ساحل دغه پیښه د یهودانو ضد هدفي برید بللی دی. پیښه کې د دوو پولیسو په ګډون ۴۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
ډزې د حنوکا په نوم د یهودانو په هغو مذهبي مراسمو کې شوې چې لږ تر لږه ۱،۰۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه.
د اسټرالیا وزیر اعظم اينتوني البانیز د ډېسېمبر پر ۱۵مه سهار بونډي ساحل ته ولاړ او د برید په سیمه کې یې د وژل شویو کسانو په یاد کې د ګلو ګېډۍ کیښوده.
هغه ویلي چې د برید د ویر له کبله به ډېسېمبر پر ۱۵مه د اسټرالیا بیرغونه نیمه ځوړنډ وي. د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو دا برید غندلی او د اسټرالیا له خلکو او د یهودانو له ټولنې سره یې خواخوږي ښوولې ده.