اروپايي ټولنې په افغانستان کې د غذايي امنیت او د اب و هوا بدلون پر وړاندې د ټولنو مقاومت لوړولو په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ته د "۲۵ مېلیونه یورو" ورکولو اعلان کړی دی.
ټولنې د ډېسېمبر پر ۱۱مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې دا پیسې په افغانستان کې د "خوړو نظام پیاوړي کولو، په ښوونځیو کې شاګردانو ته له غذاییته د ډکو خوړو ورکولو، د ښځو او ځوانانو د ژوند بهترولو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د ټولنې مقاومت زیاتولو" پر چارو لګېږي.
بیان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت د ناظم الامورې (شارژدافېیرې) ویرونیکا بوسکووېچ پوهار له خولې ویلي دي چې دا مرسته یې "افغان ولس، په ځانګړي ډول، ښځو، ماشومانو او زیانګالو ته د دوامدارې ژمنتیا" ښکارندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي، اقتصاد یې خورا کمزوری شوی او پکې بېکاري او بېوزلي زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف)، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)، ډبلیو اېف پي او نورو ادارو د ۲۰۲۵ز کال د جون په نیمايي کې وویل، په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب یا غذايي مصوونیت لوړ کچ له کبله شاوخوا ۱۰ مېلیونه وګړي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، "له سختې خوارځواکۍ" سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو هغو ادارو کمزوری اقتصاد او د وچکالۍ په څېر طبیعي ناورینونه د خراب بشري وضعیت اساسي لاملونه بللي ول.
داراز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې څه کم ۲۴ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې وویل چې د افغانستان ابادي ۳۵.۸ مېلیونه ته رسېدلې ده خو د ملګرو ملتونو د نفوس چارو ادارې د اټکل له مخې، هغه هېواد شاوخوا ۴۴ مېلیونه وګړي لري.
ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې او سازمانونه وخت په وخت په افغانستان کې د بېوزلۍ، د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکۍ په ګډون د خراب بشري وضعیت یادونه کوي او له هغه هېواد سره د مرستو غوښتنه کوي.