جاپاني چارواکي وايي، د هغه هېواد په شمالي ساحلي سیمه کې یوه زوروره زلزله راغلې ده.
د جاپان اېن اېچ کې ټېلېوېژن وايي، د ډېسېمبر ۱۱مې زلزلې مرکز له کوجي ښاره ۱۳۰ کېلومیټره لیرې وو.
د هوا پېژندنې اداره وايي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې زور ۶.۷ وو چې چارواکي یې د ارام سمندر په شمالي ساحلي سیمو کې د څونامۍ خبرداري او زرګونو خلکو ته د کورونو پرېښودو امر ته اړ کړل، خو وروسته یې بیا خبرداری لغوه کړ.
د فرانسې خبري اژانس او بي بي سي وايي، زلزلې چا ته مرګژوبله نه ده اړولې.
دا د یوې اونۍ په موده کې په هغه هېواد کې دویمه لویه زلزله ده. تر دې مخکې د ډېسېمبر پر اتمه په زلزله کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ژوبل شوي ول او چارواکو د څونامۍ له وېرې شاوخوا ۹۰،۰۰۰ کسان له کورونو ایستلي او خوندي ځایونو ته لېږدولي ول.
د ځمکپوهنې ادارې په وینا، پر رېښتر پیمانه د هغې زلزلې زور ۷.۵ وو.
جاپان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې پکې ډېرې زلزلې کېږي. همدا لامل دی چې هلته ودانۍ داسې جوړې دي چې د شدیدو زلزلو پر وړاندې هم مقاومت لري، خو کله نا کله مرګژوبله هم اړوي.
په ۲۰۱۱ز کال کې د جاپان په شمال ختیځ کې پر رېښتر پیمانه د ۹ شدت یوې زلزلې او ورپسې څونامۍ شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کسان وژلي ول.
څونامي د جاپانۍ ژبې ویی (ټکی) دی چې مانا یې د ساحل څپه ده.