د امريکا د روډ ايلنډ ايالت په برون پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ ژوبل شوي دي.
رويټرز او د فرانس پرېس اژانسونو د ډېسېمبر پر ۱۴مه د سیمې د پولسو مرستیال ټېم اوهارا له قوله لیکلي چې بریدګر تورې جامې اغوستې وې او تر حملې وروسته تښتېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې د پلټنو فيدرالي ادارې ډلې د پېښې په ځای کې دي او د بریدګر د نيولو هڅې روانې دي.
د پوهنتون انتظامیې په سمدستي توګه د برید خبر خپور کړ او زده کوونکو ته یې د خپلو کوټو د دراوزو تړلو او د پټ پاتې کېدو امر وکړ. د پوهنتون چارواکو ويلي چې دا د پوهنتون د تاريخ تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پېښه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښوولې ده.