په خوست کې د ډېسېمبر پر ۱۴مه د پولیو یا ګوزڼ ناروغی ضد د واکسیني کیمپېن پرانیسته شوې ده.
د ډېسېمبر له ۱۵ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې روان دې کيمپېن پر مهال به يوازې په خوست کې له پينځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۳۵۰۰۰ ماشومان واکسینېږي.
د افغانستان د ځینو نورو سیمو په شان په خوست کې به هم رضاکاره ډلې کلیو، جوماتونو، جمو او نورو هغو ټولنیزو ځایونو ته چې خلک پکې غونډېږي، ځي او ماشومانو ته به د پولیو وایرس ضد څاڅکي ورکوي.
د کيمپېن پرانیست غونډې پر مهال د عامې روغتیا مرستیال شیرا ګل ځدراڼ له مخورو او کورنیو وغوښتل چې د واکسیني ډلو سره مرسته وکړي.
روغتیايي مسوولین زیاتوي چې د واکسینو د پلې کېدو د وضع شویو اصولو پر بنسټ هر هغه زون کې چې د پولیو مثبتې پیښې رپورټ شوې د وایرس ضد ځینې اضافي کيمپېنونه کوي.
د خوست د کتلوي معافیت مشر ډاکټر زاهدالله امیري وویل، د پکتیکا په برمل کې د مثبتو پېښو تر ثبتېدو وروسته دوی په دې زون کې اضافي کیمپېنونه وکړل.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د پولیو واکسین کور په کور د کیمپېن نه کېدنې له امله ماشومان، په ځانګړې توګه نوي زېږېدلي ماشومان، د پولیو واکسین د پاتې کېدو له خطر سره مخوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.
وغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.